د افغانستان شمالي ولایت سمنګان د دره یوسف ولسوالۍ اړوند سفید خاک سیمه کې د ډبرو سکرو یو کان د نړیدو پېښه رامنځته شوې، چې له امله یې ۳۲ کان کیندونکي د کان دننه بند پاتې دي.
د سمنګان طالبانو ولایتي چارواکو د پېښې د تصدیق تر څنګ ویلي چې د ژغورنې عملیات لا هم روان دي. تر اوسه د ژغورونکو ټیمونو په هڅو ۲۲ کسان ژوندي را ایستل شوي دي، خو پاتې کان کیندونکو ته د رسېدو لپاره هڅې په شدت سره دوام لري.
طالب چارواکو زیاته کړې چې د ژغورنې عملیاتو لپاره اضافي ټیمونه سیمې ته استول شوي دي او ژمنه کړې چې د ټولو بند پاتې کسانو ژغورلو لپاره به تر وروستي حده هڅې وکړي.
د یادونې وړ ده چې د ډبرو سکرو کانونه په افغانستان کې د غیر رسمي او غیر معیاري کارونو له امله د پېښو خطر سره مخ دي، چې وخت نا وخت د دې ډول ناوړه پېښو لامل ګرځي.