راپورونه وايي چې د افغانستان په شمال ختیځ کې د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ اړوند شهر کهنه سید پادشاه زیارت جومات کې نامعلومو وسلوالو د پنجشنبې په ماښام د صوفي طریقې ۱۰ لس پلویان داسې مهال چې په ذکر بوخت وه ، وژلي دي.
په کابل کې د واکمنو طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع، د دې پېښې پخلی کړی او نړیوالو رسنیو ته ویلي چې د بغلان د طالبانو امنیه قوماندانۍ په دې تړاو څو کسان نیولي دي، او دا مهال د پوښتنو ګرویږنو لاندې دي.
که څه هم تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی، خو د افغانستان په ګډون په نورو هېوادونو کې هم د صوفي طریقت پلویان وخت ناوخت د داعش لخوا د بریدونو هدف ګرځېدلي دي. داعش ځینې تصوفي طریقې غندي او دا د اسلام په دین کې بدعت او ناروا ګڼي.