افغان جمهوررئیس د ځانګړو عملیاتو قول اردو قومندانۍ څخه د لیدنې پر مهال د هېواد عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه.
افغان جمهوررئیس اشرف غني نن ماذدیګر د ځانګړو عملیاتو قول اردو قوماندانۍ څخه لیدنې پر مهال د هېواد د بېلابېلو زونونو امنیتي او نظامي وضعیت وارزاوه او د لویو لارو امنیت د لازیات تامین په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.