د فاریاب مخکینۍ والي نقیب الله فایق چې څه موده مخکې د نامعلومو دلایلو په وجهې مرکزي حکومت له دندې ګوښه کړی وه.نن یې دې سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس شمیم خان کټوازي په لاس د ښې حکومتوالۍ په منظور د غازي میربچه خان دولتي مډال ورکړ او تر څنګ یې مشرانو جرګه کې انتصابي سناتور هم وټاکلو. د یادولو ده چې د فاریاب والي ګوښه کولو وروسته د جنبش ګوند پلویانو یاد شوي ولایت کې پراخې مظاهرې په لاره واچولې، او له مرکزي حکومت یې غوښتنه کوله چې خپله پریکړه بېرته واخلي. سیاسي تحلیلګران د مرکزي حکومت دا عمل یو سیاسي جوړ جاړی بولي، او زیاتوي که چېرې دغه والي دومره د کار سړی وه نو بیا ولې له دندې لرې کولو ، او که چېرې بیا دا والي خپله دنده کې ناکام وي نو نن یې څنګه بیا ورته د غازي میربچه خان مډال ورکړلو.