د افغانستان ملي دفاع وزارت تازه خبرپاڼه کې ویلي چې افغان ملي امنیتي ځواکونو د کندز ولایت مرکز اړوند چله مزار سیمه کې وسلوالو طالبان په نښه کړي ، چې پایله کې د یاد ولایت اقتاش ولسوالۍ لپاره د وسلوالو طالبانو تش په نوم مرستیال ولسوال نقیب الله مشهور په قاري مجاهد په ګډون ۷ وسلوال طالبان وژلي او همدا شان یاد برید کې د وسلوالو طالبانو یو عراده موټر ، یو شمیر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي.