نن د کابل ښار په زړه کې یو شمېر افغان مېرمنې د اعتراض په ډول راټولې شوي وې او خپلو پیغامونو کې یې د افغان مېرمنو په وړاندې د طالبانو سخت چلند په تړاو شعارونه او پیغامونه ورکول. رسنیو سره خبرو پر مهال یادو ښځينه افغان مېرمنو ویل چې دوی نن د طالبانو لخوا د ځوانې انجلۍ زینب وژل کیدو په غبرګون کې لاریون کړی. نوموړو مېرمنو له طالب چارواکو د افغان مېرمنو په وړاندې د انصاف غوښتنه کوله. دغو مېرمنو خپلو شعارونو او پیغامونو کې طالبانو ته خطاب کې ویل چې “تاسو زینب په کوم جرم ووژله ؟موږ انصاف غواړو” . د یادولو ده، چې د پنجشنبې ماښام د کابل ښار لویدیځه څنډه کې د طالبانو امنیتي کسانو د تلاشۍ پر مهال د ملکیانو پر یوه موټر ډزې وکړلې چې له امله یې د زینب په نوم ځوانه انجلۍ پکې ووژل شوله.