د شفیقې خپلواک په نوم یوې افغان ژورنالیستې او لیکوالې د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې شل اوریزو لوبو کپتان راشد خان ننګولی چې کریکټ او سیاست له یو بل څنګه بیل دي. اغلي خپلواک خپل تازه بیان کې ویلي چې” کله چې د یو ملک له نیمايي ډېر نفوس له زده کړو ، کار، ټولنیز، سیاسي او اقتصادي فعالیت څخه محروم وساتل شي، ایا دا یوازې سیاسي مسله ده ؟ دا بشري ناورین دی! او د همدې افغانستان د بقا بحث دی چې تاسې یې په نوم ویاړی او لوبې کوی”. د یادولو ده چې تېره ورځ د استرالیا کریکټ بورډ رسنیو په وړاندې وویل چې هېواد يې د افغان میرمنو حقونو ملاتړ په موخه، چې دا مهال د طالبانو حکومت سخت چلند سره مخ دي او هر ډول سپورت يې پرې بند کړی.د افغان کریکټ ملي لوبډلې سره په متحده عربي اماراتو کې د روان کال مارچ میاشت کې کیدونکي یو ورځنیو لوبو لړۍ لغوه کړي. چې په غبرګون کې يې بیا راشد خان وویل چې که دې استرالیا کریکټ بورډ له خپلې پریکړې په شا نشي نو کیدای شی چې دای هم د استرالیا تجارتي لیګ بېګ باش کې ګډون ونکړي.