افغان ولسمشر غني نن د امریکا ولسمشر جوبایډن سره د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو په تړاو خبرې وکړلې.
ولسمشر غني وايي, د امريکا د ولسمشر د هغې پريکړې احترام کوي چې پر اساس به يې تر سپټمبر خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.
ولسمشر اشرف غني د امريکا له ولسمشر جوبايډن سره تر تليفوني خبرو ورسته پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي , له ولسمشر بايډن سره يې د نوموړي د تصميم په اړه چې له افغانستان څخه به د سپتمبر تر لومړيو خپل سرتيري وباسي بحث وکړ.