د سوریې د تحریر الشام ډلې مشر احمد الشرا الجولاني د بیبيسي انګلیسي څانګې سره په یوې تازه مرکې کې ویلي، چې د دوی حکومت به د طالبانو له حکومتولۍ څخه توپیر ولري. نوموړي ټینګار کړی چې د دوی واکمنۍ کې به مېرمنو ته د کار او تحصیل حق ورکړل شي.
الجولاني د بيبيسي خبریال د هغې پوښتنې په ځواب کې چې آیا دوی د سوریې خلکو ته د افغانستان د طالبانو په څېر سختدریځه حکومت معرفي کول غواړي، وویل:
“د سوریې او طالبانو تر منځ ډېر توپیر دی. زموږ حکومت به د طالبانو له حکومت سره توپیر ولري. د سوریې نوی نظام به د خلکو غوښتنو او تاریخي ارزښتونو سره سم جوړ شي. په سوریې کې د ښځو حقونه په کلتور او تاریخ کې واضح دي. زموږ په واکمنۍ کې به ښځې د کار او تحصیل حق ولري. کله چې ادلب ښار زموږ تر واک لاندې و، نو ۶۰ فیصده ښځې په لوړو زدهکړو بوختې وې.”
د الجولاني دې څرګندونو په افغانستان کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي. په ټولنیزو رسنیو عامو افغانانو د طالبانو واکمنانو ته ګوته نیولې چې باید د الجولاني له دریځ څخه زدهکړه وکړي.
بلخوا، په طالبانو کې هم د خواله رسنیو مبلیغینو یې خپلو مشرانو ته پوښتنه وړاندې کړې: “کله چې د سوریې په څېر د سپین بیرغ لاندې ښځو ته د تعلیم او کار اجازه ورکول کېږي، نو په افغانستان کې ولې د سپین بیرغ لاندې نه ورکول کېږي؟”