د القاعدې شبکې دوه غړو یوې ځانګړي مرکه کې چې د منځګړو په واسطه سي این این سره ترسره کړي ، ویلي
چې تر هغې به له امريکا سره خپلې جګړې ته دوام ورکوي؛ ترڅو چې امریکا يې له ټولو اسلامي هېوادونو څخه نه وي شړلي. دالقاعدې دغو دو تنو افغان طالبان د امریکا سره د جګړې سنګر تاوده ساتلو له امله هم ستایلي او مننه يې ترې کړي. دوی دې مرکه کې د امریکا ماتې ته هم ګوته نیولي ، او د افغانستانه د ټولو ځواکونو وتل يې د روسانو د وخت وتلو سره تشبیه کړي، او ویلي دې دي چې دغې اوږدې جګړې له امله امریکا ته ډېر اقتصادي زیان اوښتی. دغه مرکه کې د القاعدې یادو شویو غړو دا هم ویلي ، لکه څنګه چې دوی کلونو پخوا دې افغانستان خاوره د امریکا په ضد وکاروله ، نو دا خاوره یو ځل بیا ددوی لپاره ازاده شوله ، ددوی په وینا چې اوس د امریکا دواړه ګوندونه غواړي چې له افغانستان څخه ووځي
!القاعدې ډلې امریکا سره خپلې جګړې دوام اعلان وکړ
مخکینی پوسټ