د افغانستان د اسلامي جمهوریت پخواني مرستیال ولسمشر، امرالله صالح، ادعا کړې چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړیو دوو کلونو کې په کنړ او ننګرهار ولایتونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان پرته له محکمې اعدام کړي دي
صالح په خپل وروستي بیان کې ویلي: د طالبانو د استخباراتو مشر، ډاکټر بشیر، د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ د دې غیرقانوني اعدامونو امر کړی دی
هغه د کندهار په ښار کې د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ پر مهال د پراخو وژنو یادونه هم کړې. نوموړي ویلي: د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې د کندهار ښار کوڅې له مړو ډکې وې. خو د بد بوی له امله، طالبانو د سره میاشت په مرسته مړي راټول کړل او خاورو ته یې وسپارل
صالح د کابل د ۴۰۰ بستریز نظامي روغتون کې د ټپي سرتېرو وژنو ته هم اشاره وکړه. د هغه په وینا، طالبانو په دغه روغتون کې ټپي شوي سرتېري یو په بل پسې اعدام کړل طالبانو د وژل شویو کسانو جسدونه په کانټینرونو کې ځای پر ځای کړل او وروسته یې هڅه وکړه خپلې کړنې پټې کړي
صالح ادعا وکړه چې د طالبانو یو مشر هڅه وکړه د دې پېښو د رسنیز پوښښ مخه ونیسي او ملامتي پر نورو واچوي، د دوحې تړون د شرطونو او تړلي رسنیو څخه په استفادې سره
تر دې دمه د طالبانو حکومت د دغو ادعاوو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی. خو د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه پراخې اندېښنې شته