د امریکا بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی چې پاکستان ته په یو رسمي سفر تللی وو ، پاکستان ته د امریکا جمهور رئیس جوبایډن توند پیغام رسولی. د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستیالې وینډې شېرمن پاکستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په واضحو ټکو ویلي چې د بایډن ادارې د پاکستان سره دوه اړخیزې اړیکې تر ټولو ټيټې کچې ته راوستلي. د امریکا بهرنیو چارو مرستیالې چې له پاکستان وروسته هند ته ولاړله ، هلته په یوه خبري کنفرانس کې رسنیو ته وویل چې،” پاکستان ته دې امریکا بهرنیو چارو وزارت پلاوي سفر دې یو خاص او محدود هدف لپاره وو. مونږ داسې څه نه وینو چې پاکستان سره خپلې اړیکې ورغوو. او موږ نور لیوال نه یو چې بېرته د هند او پاکستان تر منځ د منځګړي په ټوګه اوسو. اوس موږ هلته نه یو. او موږ نور هلته نه ځو”. یوې جګپوړي پاکستانۍ سرچینې نړیوالو رسنیو ته ویلي ، چې د پاکستان صدراعظم عمران د امریکا جمهور رئیس لخوا ورته د تلیفون نه کولو له امله سخت په غصه دی، نو ددې له وجهې دیپلوماتيکې اړیکې خورا نورې هم ترینګلي شوي.