د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن چې د امریکا کانګریس بهرنیو چارو کمیټې ورغوښتی وو ، د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې پاکستان دې تر هغې طالبان په رسمیت نه پيژني تر څو چې طالبانو د نړیوالو غوښتنې نه وي منلي . د بلینکن په وینا د پاکستان په ګډون د نړۍ ټول هېوادونه تر هغې طالبان په رسمیت ونه پيژني تر څو چې دوی د نړیوالو غوښتنه ته غاړه نه وي ایښي. ښاغلي بلینکن د پاکستان سره د امریکا د چلن په تړاو وویل ، “پاکستان ډېر موخې لري ، چې ځينې یې زموږ له موخو سره په ټکر کې دي. دا هېواد له یوه اړخه د طالبانو غړیو ته د پټنځای په ورکړه کې لاس لري، او همدا راز د ترهګرۍ ضد مبارزې په ترڅ کې هم په بېلابېلو برخو کې زموږ سره همکاري لري. او اوس ددې وخت رارسیدلی چې امریکا د پاکستان سره خپلې اړېکې له سره وارزوي ، او دا هغه څه دي چې موږ یې په راتلوونکو ورځو او اونیو کې دې ترسره کولو اراده لرو. او هغه رول چې پاکستان په تېرو شلو کلونو کې لوبولی، هم به ارزول کیږي او موږ به دېته هم وګورو چې پاکستان د هغه رول له پاره چې موږ غواړو دغه هېواد یې ولوبوي، څه اقدامات کوي”.