د فرانسې خبري اژانس نن د خپلو سرچینو په حواله ویلي چې امریکا او برېتانیا د تازه امنیتي ګواښونو له امله خپلو وګړو ته کابل کې د سرېنا هوټل څخه د وتلو خبرداری ورکړی او سپارښتته یې ورته کړي چې له یادې سیمې څخه لرې اوسي. د یادولو ده چې لا هم په افغانستان کې یو شمېر امریکايي وګړي بند پاتې دي. او خپلو وتلو ته شیبې شماري. او یاد خبردارۍ داسې مهال مخې ته راځي چې دوه ورځې د مخه کندز کې داعش د اهل تشیع پر جومات ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۷۰ تنه ووژل شول او له ۱۰۰ ډېر ټپیان شول.