د امریکا او هندوستان د بهرنیو او دفاع چارو وزیرانو تر منځ واشنګټن کې د خبرو وروسته تېره ورځ له واشنګټن څخه امریکا او هندوستانیو ګډ بیان کې له پاکستان څخه وغوښتل چې پاکستان دننه د فعالو ترهګرو په وړاندې کوټلي ګامونه واخلي، تر څو دا یقیني شي چې دپاکستان له خاورې په هندوستان ترهګریز بریدونه ترسره نشي. له یاد بیان وروسته د پاکستان خارجه وزارت هم خپل بیان کې د امریکا اوهندوستان ګډ بیان رد کړیدی. بلخوا ته هندوستان او امریکا دواړو د مودې راهسې د ملګرو ملتونو له اړخه دناچله ګرځول شوؤ ډلو لشکرطیبه ، جیش محمداو حزب المجاهدین پشمول د ټولو ترهګرو ډلو پر ضد د کوټلو ګامونو غوښتنه کوي. خو د تېرې ورځ د امریکا اوهندوستان ګډ بیان داسې مهال مخې ته راځي چې پاکستان کې سیاسي کړکیچ له امله صدر اعظم عمران خان بې باوره وګرځول شوو اوپر ځای یې سیاسي اپوزیسون شهباز شریف د نوي صدر اعظم په توګه وټاکلو. له دفتره د عمران خان له شړلو وروسته نوي صدر اعظمشهباز شریف خپل بیان کې د کشمیر یادونه وکړله، او هندوستان لخوا د کشمیر خاورې لاندې کولو په وړندې یې د کلکې مبارزې یادونهوکړله.