د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د طالبانو پر مشرانو يې بهرنیو سفرونو نور محدودیتونه هم وضع کړي. نوموړي پر خپل یوه تازه ټویټ کې ویلي چې ” دې افغان میرمنو سره د ملاتړ په موخه مو نن د طالب مشرانو سره د حساب کولو په ترڅ کې طالب مشرانو بهرنیو سفرونو باندې نوي محدودیتونه وضع کړل. موږ د افغان میرمنو سره ولاړ یو. او یو ځل بیا دوی ته د کار او ښوونیز بهیر کې د ګډون حق غوښتوونکي یو”. د یادولو ده چې پر طالب مشرانو دغو نویو بندیزونو ته تر اوسه طالب چارواکو کوم غبرګون ندی ښودلی.