د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن پر خپلې ټویټر پاڼې خبر ورکړی چې امریکا د ناټو متحدو ملکونو استونیا ، لتویا ، او لیتوانیا ته اجازه ورکړي چې اوکراین ته دفاعي تجهیزات و وسلې واستوي. تر څو اوکراین د روسي یرغل په وړاندې د خپل ځان دفاع وکړي. د بالتیک دغو دریو هېوادونو دفاع وزیرانو د جمعې په ورځ یوې ګډې اعلامیې کې ویلي چې د روسیې دوامداره ګواښونو او بریدونو په وړاندې به د اوکراین تر څنګ دریږي. همدا شان اعلامیه کې ویل شوي چې استونیا به اوکراین ته د ټانکونو ضد، لتویا او لیتوانیا به د الوتکو ضد توغندي او نور پوځي تجهیزات اوکراین ته ورکړي. که څه هم د جمعې په ورځ د روسیې او امریکې بهرنیو چارو وزیرانو یو بل سره خبرې درلودې خو خبرو کې د لږ پرمختګ له امله پریکړه وشوله چې خبرې باید دوام ومومي.