د امریکا سي این این تلویزون خبر ورکړی چې د هفتې په شپه د امریکا کلیفورنیا ایالت، لاس انجلس ښار د سټار ډانس په نوم د نڅا کلب کې د یو وسلوال تن برید کې شلو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي. د لاس انجلس ښاروال رابرټ لونا رسینو ته خپل بیان کې ویلي چې یاد برید کې ۱۰ لس کسان وژل شوي او لس نور ټپیان دي. د نوموړي په وینا چې پېښه د څېړنې لاندې ده او بریدګر پسې هم لټون روان دی. د امریکا جمهور رئیس جوبایډن هم خپل تازه پیغام کې “د پېښې قربانیانو سره خواخوږي ښودلي او یادونه يې کړیده چې د پېښې ټول جریان له نیږدې څاري”.