اندیپیندینټ فارسي د مرشال دوستم ځواکونو قوماندان جنرالعبدالستار قاسمي له قوله خبر ورکړی چې د افغانستان شمال سمنګانولایت ایبک ښار کې طالبانو د مارشال دوستم یو ځانګړئ ساتونکی ګلحسن چې تازه له ایرانه کور ته ستون شوی وو ، نن د جمعې ماسپېښين وژلی. د سرچینې په وینا ګل حسن چې ددمارشال دوستم ځانګړو محافظینو له ډلې څخه وو، د افغان حکومت له سقوط وروستهایران ته اوښتی وو، خو تازه سنمګانو ته د طالبانو عمومي عفوې فرمانپه باور بېرته خپل کور ته ستون شوی وو . چې نن د طالبانو لخوا ووژل شولو. د یادولو ده چې تر اوسه طالبانو د اندیپیندنت فارسي دغه خبر په وړاندې کوم رسنیز غبرګون مخې ته ندی راغلی.