د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي خپل ولس ته د نن شپې وینا په ترڅ کې وویل چې د امریکا لخوا اوکراین ته د اوږده واټن ویشتلو توغندیو اجازه ورکړل شوي. زیلینسکي ددغه خبر په ورکولو سره ویلي چې «ځینې وخت خبرې مسلې نشي حل کولای ، خو ضربې خبرې حل کولای شي. » د یادولو ده چې اوکراین ته د اوږده واټن ویشتلو توغندیو اجازه داسې مهال ورکول کیږي چې له یوې خوا شمالي کوریا روسیې ته ۱۰۰۰۰ سرتیري د اوکراین جنګ لپاره استولي او داسې راپورونو دي چې دا مهال یاد سرتیري د روسیې ځواکونو سره مل د روسیې کورسک جګړې ته په لاره دي. او له بلې خوا د امریکا اوسنۍ ولسمشر جوبایډن هم د سپینې ماڼۍ څخه په وتلو دی او داسې اندېښنې دي چې دې ټرمپ په راتګ سره به اوکراین د امریکا قوي ملاتړ د لاسه ورکړي. او دې سره به اوکراین دا جګړه زر وبایلي. خو خپله ټرمپ بیا د ټاکنو وروسته پر پوتین غږ کړی، چې د اوکراین جګړې ته زور ورنکړي. او دا مسله د مذاکرې د لارې حل کړي.