د نومبر ۲۱ یوشتمه د اوکراین چارواکو رسنیو ته ویلي چې روسیې د تېرې شپې په بریدونو کې د لویو وچو تر منځ ویشتونکو بالستیک توغندیو په وسیله د اوکراین پر ښارونو بریدونه کړي دي. خو په دې اړه، دوه امریکايي چارواکو د ای بي سي نیوز ته ویلي چې روسیې د منځني واټن بالستیک توغندي توغولي، هغوی ویلي چې د توغول شوو توغندیو د واټن اندازه د لویو وچو تر منځ توغندیو له قابلیتونو سره توپیر لري.
له دې سره سره، د اوکراین چارواکو ادعا کړې چې دوی ۹۵ فیصده ډاډه دي چې دا توغندي د لویو وچو تر منځ ویشتونکو توغندیو په کټګورۍ کې راځي او ویلي یې دي چې په دې اړه لا نورې څېړنې روانې دي. کله چې رسنیو د روسیې کریملین ویاند څخه د دې توغندیو په اړه نن پوښتنه وکړه، هغه د دې موضوع په اړه له تبصرې کولو ډډه وکړه او خبریالانو ته یې وویل چې د روسیې د دفاع وزارت سره تماس ونیسي.
د یادولو وړ ده چې که دا تایید شي چې پر اوکراین توغول شوي توغندي د لویو وچو تر منځ ویشتونکو بالستیک توغندي دي، چې د اتومي کوپړیو لیږدولو وړتیا هم لري، نو د روسیې او اوکراین د جګړې په تاوتریخوالي کې د پام وړ زیاتوالی راتلی شي. دا په داسې حال کې ده چې اوکراین له خپلو نړیوالو متحدینو څخه د اوږده واټن ویشتلو توغندیو د کارونې اجازه ترلاسه کړي او په دې وروستیو کې یې څو توغندي د روسیې په لور هم توغولي دي.