د اوکراین کیف کې د یوې چورلکې غورځیدو له امله
د اوکرایین د کورنیو چارو وزیر ‘دېنیس موناڅېرسکي’ په ګډون ۱۵ کسان وژل شویدي.
د اوکراین ولسمشر زیلینسکې پر تیلګرام خپل رسمي بیان کې د یادې پېښې پخلی کړی او زیاته کړیده چې یاده پېښه کې د کورنیو چارو وزیر دېنیس موناڅېرسکي او لومړی مرستیال یې یوګین یوېنین ، د بهرنیو چارو وزارت لومړی مرستیال یوري اوباکویچ ، او چورلکې ټولې عملې په ګډون ۱۵ کسان وژل شویدي او ۲۵ نور ټپیان دي. چې ټپیانو کې ۱۰ ماشومان دي. د اوکراین چارواکو تر اوسه د یادې چورلکې غورځیدو لامل ندی په ګوته کړی.