د اوکراین ځواکونو یو ټپي شمالي کوریايي عسکر په جګړه کې نیولی دی د شمالي کوریا ملي استخباراتو تایید کړې چې دغه عسکر د اوکراین ځواکونو په لومړۍ کرښه کې نیول شوی دی
راپورونه ښيي چې شمالي کوریا شاوخوا 11,000 عسکر روسیې ته د دې لپاره لیږلي چې د اوکراین پر ضد د جګړې ملاتړ وکړي د اوکراین چارواکو ویلي چې یوازې په کورسک سیمه کې تر 3,000 زیات شمالي کوریايي عسکر وژل شوي یا ټپیان شوي دي
یاده دې وي چې دغه پېښه په داسې حال کې شوې چې روسیه له شمالي کوریا سره خپلې پوځي اړیکې پراخوي دغه پرمختګ نړیوالې اندېښنې زیاتې کړې او څرګندوي چې د دې سیمې وضعیت په چټکۍ سره کړکېچن کېږي