د جرمني صدراعظمې اېنګلا میرکل چې د چهار شنبې په ورځ یې د جرمني پارلمان ته د افغانستان حالاتو په تړاو وینا کوله ، وویل چې ، جرمني افغانستان کې د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنو خوندیتوب لپاره د طالبانو سره خبرو ته چمتو ده خو د طالبانو سره به هیڅکله بې قیده او شرطه هوکړه ونکړي. همدا راز نوموړې د خپلو خبرو په ترڅ کې له افغانستان څخه د ټولو جرمني پوځیانو ایستلو په تړاو وویل ، زموږ هڅې دوام لري تر څو خپل ټول پوځيان او پرمختیايي چارو کارکوونکو ایستلو چاره جاري وساتو. او تر دې دمه مو افغانستان څخه ۴۶۰۰ کسان بهرته ایستلي
صدراعظمې مېرکل افغانستان کې د ترهګرۍ خطر ډېریدو په تړاو وویل چې ، هلته یو تریخ واقیعت سره مخ یو خو باید ښکېل پاتې شو