د پاکستان پوځ مطبوعاتي دفتر وايي چې په قبایلي ضلعې باجوړ کې د پاکستاني پوځیانو پوسته باندې جمعې ورځې ماښام مهال وسلوالو برید کړی. چې له امله يې یو پوځي سرتېری وژل شوی او بل ټپي دی. د یاد برید پړه د پاکستاني طالبانو تحریک په غاړه اخیستي. د یادولو ده چې دې تېرې اونۍ راهیسي ډيورند فرضي کرښې ته څېرمه د پاکستان پوځ تر شلو سرتېري وژل شوي او ګڼ شمېر نور يې ژوبل شوي.