سرچینې له بدخشانه څخه وایي چې نن ماسپیښین یوه بجه او دیرش دقیقې د بدخشان فیض اباد ښار اوومې ناحیې اړوند شاباغ سیمهکې د بدخشان ولایت معادن او پترولیم رئیس مولوي عبدالفتاح پر موټر مقناطیسي ماین چاودنه شوي ، چې له امله یې د رئیس په ګډون یېیو ساتونکی وژل شوی او دده پنځه نور ساتونکي ټپیان دي. د بدخشان اطلاعاتو او فرهنګ رئیس معزالدین احمدي رسنیو ته د چاودنېپخلی کړی خو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه وایي. تر اوسه د یادې چاودنې مسؤلیت چا پر غاړه ندی اخیستی.