د بریتانیا پوځ په لومړي ځل د مستقیمې انرژۍ راډیویي فریکونسۍ وسله (RFDEW) په بریالیتوب سره وازمویله، چې د ډرونونو پر وړاندې د دفاع لپاره جوړه شوې ده.
دغه سیستم کولای شي چې په ځمکه، هوا، یا سمندر کې د ډرونونو او نورو ګواښونو پېژندنه، تعقیب، او شنډولو ترسره کړي. د لوړفریکونسۍ څپو په کارولو سره، RFDEW سیستم د ډرونونو برقي سیستمونه غیرفعاله کوي او هغوی سقوط ته اړ کوي.
د دې وسلې د هر ډز لګښت یوازې ۱۰ پینسه دی، چې دا یې په خورا ارزانه حل بدل کړی دی.
تمه کېږي چې دا پرمختللی سیستم به د دودیزو توغندیزو دفاعي سیسټمونو سره یو ځای شي، د ډرون ګواښونو په وړاندې د بریتانیا وړتیا نوره هم پیاوړې کړي.