د بریتانیا کډوالو چارو وزارت خبر ورکړی چې تر ۲۰۰ پورې پناه غوښتونکي ماشومان يې د هغه هوټلونو څخه ورک شویدي چې دوی پکې ځای پر ځای کړي وو. د بریتانیا کډوالو چارو وزیر رابرټ جنریک چې یادې موضوع په تړاو زرغون ګوند پارلمان ته د پوښتنو او ګرویزنو لپاره ورغوښتی وو، پارلمان ته دې وضاحت په ترڅ کې ومنله چې” دا مهال ۲۰۰ پناه غوښتونکي ماشومان چې د افغانستان په ګډون د البانیا ، مصر ، هند او پاکستان هېوادونو وو ، داسې تري تم شوي چې هیڅ څرک يې شاته ندي پریښودلی. د نوموړي په خبره چې موږ دا مهال داسې سیستم نلرو چې دا ماشومان مو هر وخت څارلي وای. دوی په هغه هوټلونو کې بندي نه وي. بلکې ازاد وو. او هرې خوا ته يې تګ راتګ کولای شوو”.