بلخ او تخار ولایتونو کې د مېرمنو حقونو فعلانې چې تېره ورځ یادو شویو ولایتونو کې راټولې شوي وې، رسنیو سره خبرو کې یې د افغان سولې بهیر کې د مېرمنو پر کم رنګه ګډون اندیښنې ښکاره کړله. او دې برخه کې یې د افغان حکومت څخه غوښتنه وکړله چې د افغانستان سیاسي بهیر کې مېرمنو ته لازمه ونډه ورکړي. دوی همدا شان پر طالبانو هم غږ وکړ چې دې مېرمنو حقونو ته درناوی وکړي. او تر څنک یې له دوی د جګړې ودریدو غوښتنه هم وکړله.