د بلوچستان کویټې څخه خبرونه وایي چې نن دریم ورځ (يکشنبه) دوو چاودنو د پولیسو په ګډون ۲۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولي.
د بلوچستان ځایي پولیسو مشر ذوهیب محسین رسنیو ته منلي چې نن یې پولس دوه ځایه چاودنو سره مخ شوي. د نوموړي په وینا چې لومړۍ چاودنه د کویټې اړوند قندهاری بازار ته څېرمه شاهراه اقبال سره نېږدې پولیسو ګاډي باندې شوي چې له امله یې دوه پولیس او دوه ملکیان وژل شوي. او اتلس تنه نور ټپیان شويدي. د پولیسو په وینا چې چاودنه کې د پولیسو ګاډي په ګډون څو نور ملکي ګاډي هم زیانمن شوي. دوهمه چاودنه د منیر منګل روډ ته څېرمه سریاب پاټک ته نېږدې شوي چې له امله یې څلور تنه ژوبل شوي.
د پاکستاني رسنیو د قوله چې دې دواړو چاودنو پړه د بلوچستان لیبریشن ارمي په نوم وسلوالې ډلې اخیستي.