د پاکستان امنیتي ادارو مسؤلینو رسنیو ته منلي چې د بلوجستان په پنجګور او نوشکي سیمو کې د پوځ پر پوستو دوو بریدونو کې دپاکستان پوځ یو افسر په ګډون 12 پوځیان وژل شویدي. او څلور نور زخمیان دي. د پاکستان کورنیو چارو وزیر شیخ رشید هم خپل تازه بیان کې چې نن یې پر خپل ټویټر اکاونټ خپور کړی ، پر پوځ د دواړو بریدونو او مرګ ژوبلې پخلی کړی. نوموړي خپل بیان کې ویلي چېتېره شپه د وسلوالو دوو لویو بریدونو کې د پوځ یو افسر په ګډون 12 سرتیري وژل شویدي او څلور نور ټپیان دي، همدا راز ځوابیه برید کې۱۳ وسلوال هم وژل شویدي ، او نورو وسلوالو پسې د لټون عملیات روان دي. که څه هم تر اوسه کومې ډلې د یاد برید مسؤلیت ندی منلی،خو یاده سیمه کې بلوڅ بیلتون پالي فعال دي.