د بلوچستان کورنیو چارو وزیر میر ضیا الله لانګو رسنیو ته ویلي چې ، “نن د بلوچستان مرکز کوټه کې د جناح پارک ته څېرمه د هوايي ډګر پر سړک باندې یو موټر سایکل کې چاودیدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو ، کله چې د پاکستان سرحدي ځواکونو کاروان له سیمې تېریدلو ، چاودنه پرې شوي، شپږ پوځيان يې ژوبل کړي ، چې ددوو تنو یې وضیعت ډېر نازک دی”.
د یادولو ده چې تېره ورځ هم خیبرپښتونخوا کې دوو جلاه بریدونو کې پنځه پاکستاني سرتیري وژل شوي وو او ۳ نور ټپیان وو.