د پاکستان پوځ مطبوعاتي دفتر رسنیو ته ویلي چې دې یکشنبې په ورځ د بلوچستان کوهلې ضلعې کوهان سیمه کې د پاکستان پر پوځي کاروان چې یاده سیمه کې پر چاڼییزو عملیاتو بوخت وو ، بمي چاودنه شوي ، چې له امله یې د یو پوځي افسر په ګډون پنځه پوځیان وژل شویدي. او دوه نور ژوبل دي. همدا شان ژوب کې هم د چاڼنیزو عملیاتو پر مهال یو وسلوال برید کې یو پوځي وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي. د یادولو ده چې دوه ورځې وړاندې هم د بلوچستان کېچ سیمه کې د پاکستان څلور پوځیان یوه وسلوال برید کې وژل شوي وو. که څه هم تر اوسه د یادو بریدونو پړه چا پر غاړه نده اخیستي. خو یادو سیمو کې بلوچ ازادي غوښتونکي وسلوال فعال دي