د بلوچستان څخه راپورونه وایي چې د تربت ضلعې اړوند سبدان سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر یوې پوستې وسلوالو برید کې ۱۲پاکستانیو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتي.
د بلوچستان د کورنيو چارو وزیر مير ضيا لانګو هم رسنیو ته د برید پخلی کړی. د نوموړي په وینا چې په ياد بريد کې د پاکستان پوځ(۱۰) لس سرتيري وژل شوي او دوه ټپيان دي.
بل پلو ته بلوچستان کې فعالې بیلتون پالې ډلې( بي ار ائ) د یاد برید مسؤلیت په غاړه اخیستی. ځایي رسنیو ته یې په لیږل شوي بیانکې ویلي چې برید د دوی وسلوالو ترسره کړی او یاد برید کې د پاکستان پوځ ۱۷ سرتیري وژلي او ددوی وسلې هم له ځان سره وړیدي.