دجمعیت علماء اسلام (نظریاتي) ډلې مشر مولانا عبدالقادر پر موټریز کاروان باندې نن د بلوچستان ایالت سرحدي ښار کې چاودنه شوي، چې شپږ تنه پکې وژل شوي او ۸ تنه نور پکې ژوبل شوي. ځايي پولیسو مشر جعفر خان رسنیو ته منلي چې د مولانا عبدالقادر په موټریز کاروان پر یو موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي چاودیدونکي توکي چاودلي چې د مولانا عبدالقادر په ګډون ۸ کسه پکې ټپیان شوي او ۶ تنه نور پکې وژل شوي. همدا شان د مولانا موټر ته هم پکې زیان رسیدلی. ددغه پیښې پړه تر اوسه چا په غاړه نده اخیسي، خو پولیسو ویلي چې دوی پلټنې پیل کړیدي