د پاکستان پوځ نن خپل تازه بیان کې رسنیو ته ویلي چې د بلوچستان صوبې پسنې سیمې سره نیږدې خدا بخش بازار ته څېرمه د پاکستان پوځ پر یوه موټر ماین چاودنه شوي ، چې له امله یې د پوځ یو افسر کیپتان افنان، او یو سپاهي بهادر زمان ووژل شول ، او ګاډی یې هم ویجاړ شولو