د بلوچستان اړوند هرنایي څخه خبري سرچینې وایي چې دې روانې نومبر ۱۴ څوارلسمه د پاکستان پوځ ګزمې موټر باندې د بمي برید امله د پوځ یو میجر او یو حوالدار وژل شوي. د پاکستان پوځ رسنیو دفتر (ای ایس پي ار ) هم رسنیو ته استولي خبر کې منلي چې نن پنجشنبه یې دوه پوځیان یو بمي برید کې وژل شوي. د خبر له مخې چې یاد پوځیان داسې مهال چې هرنایي کې د وسلوالو خلاف عملیاتو باندې بوخت وه. ناببره د وسلوالو بمي برید لاندې راغلل، چې له امله یې میجر محمد حسیب او حوالدار نور احمد دواړه ووژل شول. د یادولو ده چې بلوچستان کې دې وروستیو کې ناامني لوړې کچې ته رسیدلي چې تېره اونۍ هم کوټې اورګاډي تم ځای کې د یو ځانمرګي برید امله شاوخوا ۲۶ پوځیان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.