راپورونه د ایران څخه ښيي چې نن ماښام شاوخوا 7 بجې یو ځانمرګی موټر بم برید په بندر لنګه کې د هرمزګان ولایت ترڅنګ په یوه پوځي کمپ باندې ترسره شو په دې برید کې د بندر لنګه د پوځي استخباراتو رئیس مجتبی شاهيدي ووژل شو
د تهران ټایمز په وینا درې پولیس افسران هم په دې چاودنه کې ټپیان شوي دي
که څه هم هیڅ ډلې لا تر اوسه د دې برید مسولیت پرغاړه نه دی اخیستی خو دغه سیمه د جیش العدل ترهګرې ډلې د شتون لپاره مشهوره ده