د خیبر پښتونخوا سیمه ییزې سرچینې راپور ورکوي چې د نومبر په ۳۰مه نېټه، د لکي مروت په سیمه کې نامعلومو وسلوالو د پنجاب پولیسو افسر عبدالقدیر مروت ، د هغه زوی او پلار په یو وسلهوال برید کې وژلي.
د پېښې په اړه نور جزئیات لا نه دي خپاره شوي، خو امنیتي چارواکي د پېښې د پلټنو او د وسلوالو د نیولو لپاره هڅې کوي.
د یادولو ده چې که څه هم د یاد برید پړه تر اوسه چا په غاړه نده اخیستي. خو دې وروستیو کې خیبرپښتونخوا کې د تحریک طالبان پاکستان بریدونه ډېر شویدي. او د پاکستان امنیتي ځواکونو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولي.