د امریکا کانګریس غړي ټېم بورچټ نن په خپل تازه بیان کې ویلي چې د افغانستان ولسمشر امرالله صالح یې د افغانستان د راتلونکي په اړه د خبرو لپاره واشنګټن ته وربللی دی.
بورچټ په خپل بیان کې ویلي: “ما ولسمشر امرالله صالح ته بلنه ورکړي چې په واشنګټن کې له ما سره وګوري. د افغانستان او افغانانو راتلونکي په اړه سره خبرې وکړو.”
نوموړي په خپل بیان کې د طالبانو حکومت د امریکا لپاره یو جدي ګواښ هم بللی او زیاته کړیده چې : “تر څو چې طالبان د افغانستان کنټرول په لاس کې ولري، دا هېواد به د متحده ایالاتو لپاره یو ګواښ پاتې شي.”
د یادونې وړ ده چې ټیم بورچټ د کانګرس د استازو جرګې د څارنې او بهرنیو چارو کمیټو غړی دی او د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو له ښکاره ملاتړ کوونکو څخه ګڼل کېږي.