د امریکا جنوب ته پروت د ایکوادور هېواد ولسمشریز ټاکنو نوماند فرناندو ویلویسینسیو نن د خپل ټاکنیز کمپاین یوې غونډې پر مهال په یوه وسلوال برید کې ووژل شوه. د ایکوادور برحاله ولسمشر ګویلرمو رسنیو ته ویلي چې فرناندو نن د پلازمېنې کویټو کې د خپل کمپاین غونډه پر مهال په یوه وسلوال برید کې وژل شوی. د نوموړي په وینا چې ددغه جرم مرتکبین به بې سزا نه پاتې کیږي. فرناندو چې خپله ژورنالیست هم پاتی شوی وه. د ایکوادور سږ کال اګست میاشتې په شلمه د کیدونکو ټاکنو اتو نوماندانو څخه یو وه. چې نن وسلوال برید کې ووژل شوه. رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې یاد برید کې یو شمېر نور کسان ټپیان شوي هم دي.