د جنوبي کوریا ولسمشر یون سوک یول په یوه نااعلان شوې ژوندۍ وینا کې په هېواد کې د بیړني نظامي حالت اعلان وکړ. نوموړي وویل چې “د شمالي کوریا د کمونیستي ځواکونو له ګواښونو د لیبرال سویلي کوریا د خوندیتوب او د حکومت ضد عناصرو د له منځه وړو لپاره، زه بیړنی پوځي حکومت اعلانوم. “ همدا راز ده خپل بیان کې پر اپوزیسیون تور ولګاوه چې د پارلمان په کنټرولولو، د حکومت په نسکورولو، له شمالي کوریا سره خواخوږۍ او د حکومت ضد فعالیتونو کې لاس لري. نو دې چارو اړ کړ چې بېړنۍ حالت اعلان کړي.
د یونهاپ خبري اژانس د راپور له مخې، د نظامي مارشالا تر عملي کېدو لاندې به د پارلمان او سیاسي ګوندونو فعالیتونه بند شي، رسنۍ او خپرونې به د نظامي چارواکو تر کنټرول لاندې وي.
په ویډیو کې ښکاري چې د جنوبي کوریا ځانګړي ځواکونه د پارلمان ودانۍ ته رسیدلي.
ولسمشر یون، چې په ۲۰۲۲ کال کې واک ته رسېدلی، د اپوزیسیون په ولکه کې د پارلمان د مخالفت له امله د خپل سیاسي اجنډا په پلي کولو کې له ستونزو سره مخ دی. د دې پرېکړې له امله په کور دننه او بهر غبرګونونه په تمه دي.