اګست-۹-۲۰۲۳
د پاکستان څخه خبري سرچینو او د تحریک انصاف ګوند وکیلانو خبر ورکړی چې دا مهال د تحریک انصاف عمران خان د اټک په جېل کې د سختې ګرمۍ ، مچانو ، غوماشو او نورو حشراتو ځورولو څخه کړیږي. چې له دې امله یې خوب او ارام دواړه ورک شوي. نو لدې امله باید ورته لومړني سهولتونه ورکول شي. بلخوا ته نن د عمران خان دوو وکیلانو د محکمې په امر د عمران خان لیدو هڅه کړي. خو د اټک جېل کې ورته د لیدو اجازه نده ورکول شوي. او له هغې وروسته د تحریک انصاف وکیل نعیم حیدر د پاکستان امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوی هم دی.