اسلاماباد: د پاکستان د دفاع وزیر، خواجه محمد آصف، د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د هند له خوا پوځي یرغل قریب الوقوع دی.
خواجه آصف د یوې خبري ناستې پر مهال نن وویل: “موږ خپل ځواکونه قوي کړي دي، ځکه دا یو ریښتینی او بیړنی ګواښ دی. د پاکستان د خپلواکۍ د ساتنې لپاره ستراتیژیک تصمیمونه نیول شوي دي.”
د هند حکومت د کشمیر د برید چې ۲۶ سیلانیان پکې ووژل شول ، پړه یې پر پاکستان اچولې، خو اسلاماباد دغه تورونه په کلکه رد کړي او د پېښې د خپلواکو تحقیقاتو غوښتنه یې کړیده، ترڅو د لا زیاتو ترینګلتیاوو مخه ونیول شي.
د یاد برید وروسته د هند او پاکستان ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو کې خرابوالی زیات شوی دی. دواړو هېوادونو تازه اقداماتو کې د یو او بل پر ضد د ویزو خدمتونو ځنډول، د دېپلوماتانو او ملکیانو ایستل، د دوه اړخیز تجارت درول، د هند لخوا ۱۹۶۰ کال د اندس د اوبو تړون د لغوه کول او د پاکستان لخوا د هند الوتنو پر ضد خپل فضایي حریم تړلو خبر ورکړی.
له بلې خوا، د کنټرول کرښې (LoC) په اوږدو کې هم د نښتو راپورونه زیات شوي دي، چې د شخړې د پراخېدو اندېښنې یې راپارولې دي.
ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو نړیوالو ادارو له دواړو هېوادونو غوښتي دي چې له اعظمي زغم څخه کار واخلي او د جګړې پر ځای پر خبرو اترو تمرکز وکړي.
د پاکستان دفاع وزیر آصف ټینګار وکړ چې که څه هم پاکستان سولې ته ژمن دی، خو د هر ډول تېري پر وړاندې د دفاع بشپړ چمتووالی هم لري.
د یادولو ده چې نړیوالې هڅې روانې دي، ترڅو د شخړې شدت کم کړي او دواړه هېوادونه د خبرو مېز ته راولي خو دا لا یقیني شوي نده چې ایا هندوستان به د نظامي برید مخکې د خبرو میز ته راشي که نا.