د کابل څخه خبري سرچینې وايي چې څو شیبې دمخه د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت دننه یوه درنه بمي چاودنه شوي چې له امله یې د یاد وزارت وزیر خلیل الرحمن حقاني وژل شوی دی. خو د کابل طالب چارواکو تر اوسه پدې اړه رسمي بیان ندی ورکړی.
د یادولو ده چې دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کیږي چې طالبان د امنیت د ټینګښت ادعاوې کوي، خو د دې ډول بریدونه د افغانستان په شاوخوا کې د امنیتي ننګونو څرګندوی دي.
تر اوسه هیڅ ډلې د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی. د دې موضوع په اړه لا زیات مالومات ممکن په راتلونکو ساعتونو کې خپاره شي.