د راپورونو له مخې، د تحریر الشام ډلې د اسد رژیم پر وړاندې د جګړې په ترڅ کې د کویریس هوايي اډې ته نېږدې د روسیې پرمختللی هوايي دفاعي سیسټم “پانتسیر” نیولی دی.
په ټولنیزو رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې د کویریس هوايي اډې په شاوخوا کې روسي الوتکې او هلیکوپټرې هم لیدل کېږي، چې پخوا د بشار الاسد رژیم ته سپارل شوې وې.
د نظامي چارو شنونکي وایي، دا پرمختګ ښيي چې د سوریې رژیم ځواکونه په راتلونکو ورځو کې د حلب او حما له پراخو سیمو څخه شاتګ ته اړ کړي. چې دا به د اسد رژیم لپاره یو لوی شاته تګ وي. چې په سوریه کې د جګړې وضعیت په نوي پړاو بدلېدو ته زمینه برابروي.