د خیبر پښتونخوا څخه خبرونه وایي چې نن د نامعلومو وسلوالو برید کې د خیبر پښتونخوا د اعلي وزیر علي امین ګنډاپور د تره زوی سردار ساقیلین ګنډاپور وژل شوی دی.
پولیسو د دې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې نامعلومو وسلوالو سردار ساقیلین نن د ډېره اسماعیل خان په سیمه کې په نښه کړی او وژلی دی.
د خیبر پښتونخوا پولیسو په دې اړه ویلي چې د پېښې د عاملینو د موندلو لپاره یې پلټنې پیل کړي دي. تر اوسه د برید مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی، او پولیس د پېښې په اړه د نورو جزییاتو په راټولولو بوخت دي.