تر اوسه د مرګژوبلې په اړه هیڅ معلومات نشته، او رسمي سرچینې لا هم د دې پېښې په اړه کومه اعلامیه نه ده خپره کړې. نور جزئیات به وروسته شریک شي.
دوهم راپور:
د خوست ولایت څخه خبري سرچینې تاییدوي چې څو شېبې مخکې د پاکستان جنګي الوتکو په خوست کې هم هوايي بریدونه کړي دي. د مرګژوبلې په اړه معلومات لا معلوم نه دي، او رسمي سرچینو تر اوسه په دې اړه کومه اعلامیه نه ده خپره کړې. هر کله چې نور معلومات ترلاسه شي، تازه معلومات به وړاندې شي.
دریمه نوې:
راپورونه څرګندوي چې د پاکستان هوايي برید د پکتیکا په یوه کډوالۍ کېمپ باندې شوی دی!
د پکتیکا ولایت سرچینې وایي چې د پاکستان جنګي الوتکو نن شپه د کډوالو په یوه کمپ برید کړی، هغه خلک چې له هغه خوا، د ډیورند کرښې نه، دې ځای ته راغلي وو. راپورونه وايي چې په دې برید کې ګڼ شمېر خلک، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، وژل شوي دي.
هېواد پرس نشي کولی دغه ادعاوې په خپلواکه توګه تایید کړي یا تفصیلات تصدیق کړي. سربېره پر دې، تر اوسه په دې اړه کومه رسمي اعلامیه نه ده خپره شوې.
د طالبانو د مؤقت حکومت ویاند، ذبیحالله مجاهد، د پاکستاني رسنیو ته تایید کړې چې د پاکستان جنګي الوتکو په پکتیکا کې هوايي بریدونه کړي، خو نور جزیات یې نه دي وړاندې کړي.