د ترکیې خارجه وزارت تازه بیان کې راغلي چې ترکیه کې په ۲۴ اپریل کیدونکي افغان سولې کنفرانس د روژې میاشتې تېریدو پورې وځنډول شوه. بیان کې راغلي چې د ناستې ځنډولو پریکړه ترکیې د قطر ، امریکا او ملګرو ملتونو سره په سلاه مشورو کړي. خو ددې کنفرانس دایریدلو بلې نیټې باره کې یې څه ندي ویلي. که څه هم ترکیې ددغه کنفرانس باره کې ظاهرآ څه ندي ویلي خو رویټرز ته بیا یوه لوړ پوړې افغان چارواکي دې نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې دا کنفرانس د طالبانو نه ګډون له امله ځنډول شوی.