د جلال اباد والي ضیاالحق امرخیل په وینا چې نن شپې نهه بجې د جلال اباد ښار نهمې ناحیې نغلو د سراچه علي خان سیمې پر یوه جومات برید کې چې لمونځ کوونکي د روژې په تراویح باندې ولاړ وه اته تنه د یوې کورنۍ وژل شوي. د والي امرخیل په وینا لومړني معلومات ښايي چې دا پیښه د ځمکې په سر شخصي جنجال له کبله کې رامنځته شوي. امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي او دې پیښې په تړاو يې پلټنې پیل کړيدي.